نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې اروپايي ټولنه افغانستان ته د افغانانو د بېرته ستنولو لپاره د اسلامي امارت له استازو سره په بروکسل کې خبرې پیلوي.
فرانس پرېس خبري اژانس د راپور له مخې چې اورپايي ټولنه په همدې موخه د اسلامي امارت استازي بروکسل ته وربولي او ټاکل شوې چې نږدې راتلونکي کې په بلجیم کې یوه غونډه جوړه شي.
په راپور کې ویل شوي چې دوی به په یو لیک کې د اسلامي امارت استازي کابل ته ور وغواړي.
که څه هم تر اوسه د دې غونډې لپاره کومه نېټه نه ده ټاکل شوې، خو د اسلامي امارت له استازو سره د سویډن په همغږۍ دا جوړېدونکې ناسته په نږدې راتلونکي کې وشي.
بلخوا د یو شمېر نورو رسنیو په راپورونو کې ویل شوي چې تر دې مخکې هم اروپايي چارواکو د افغان کډوالو د ستنولو لپاره افغانستان ته سفرونه کړي وو.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کلونو کې د جرمني په ګډون له یو شمېر هېوادونو څخه د افغان کډوالو ایستل او بېرته افغانستان ته ستنول زیات شوي دي.
د یادولو ده چې د دې ترڅنګ د هغو افغان کډوالو برخلیک هم نامعلوم دی چې په قطر کې نورو هېوادونو تګ لپاره مېشت دي.


