د ټولګټو وزارت وایي چې تېره اوونۍ د دغه وزارت وسپنې پټلۍ له لارې ۲۳۵ زره ۳۶۲ مټریک ټن انتقالات شوي دي.
د دغه وزارت ویاند، محمد اشرف حقشناس په اېکسپاڼه لیکلي چې د حیرتان بندر له لارې ۱۶۰۰۶۳ټنه، د آقینې بندر له لارې ۱۸۶۹۵ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۲۳۶۱۶ ټنه او د خواف–هرات له لارې ۳۲۹۸۸ ټنه انتقالات ترسره شوي، چې ټولټال ۲۳۵۳۶۲ ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.
ښاغلي حقشناس لیکلي چې د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي، په تیره اوونۍ کې (۱۱۹۲) ټنه صادرات شوي، چې لویه برخه وچه میوه معدني ډبرې او دانارجوس دي.
د ټولګټو وزارت ویاند دا هم لیکلي، هر څومره چې د وسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.
د سرچینې په وینا چې د ټولګټو وزارت هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته اړین سهولتونه چمتو کړي او د ملي عوايدو د زياتوالي په موخه د ريل پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو د لیږد-رالیږد بهیر روان او چټک وساتي.


