خانهافغانستاناوزبیکستان له افغانستان سره د ۴۰ مټریک ټن اصلاح‌شویو تخمونو مرسته کړې

اوزبیکستان له افغانستان سره د ۴۰ مټریک ټن اصلاح‌شویو تخمونو مرسته کړې

د بلخ مسوولین وایي چې د اوزبیکستان له لوري د ۴۰ مټریک ټن بېلابېلو اصلاح‌شویو تخمونو مرسته افغانستان ته رارسول شوې ده.

د بلخ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو ویلي چې په دې تخمونو کې د پنبې، وریجو او سبزیجاتو تخمونه شامل دي چې پرون (یکشنبه) هېواد ته رارسول شوي دي. 

د سرچینې په وینا چې دا تخمونه د حیرتان بندر له لارې افغانستان ته راوړل شوي چې د ځانګړې پروسې له بشپړېدو وروسته به د بېلابېلو ولایتونو بزګرانو ته ورکړل شي. 

د بلخ ځایي مسوولینو همداراز ویلي چې دا مرسته د کرنیز سکټور د پیاوړتیا په موخه شوې چې ورسره به د کرنیزو حاصلاتو د زیاتوالي او د کښت د کیفیت په ښه‌والي کې مهمه رول ولري.

اوزبیکستان تر دې مخکې هم له افغانستان سره د اطلاح‌شویو تخمونو مرسته کړې وه. 

بلخوا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ویلي چې د اصلاح‌شویو تخمونو په برخه کې د هېواد د بزګرانو لاسنیوی کېږي او هر کال ورسره د بېلابېلو اصلاح‌شویو تخمونو مرسته کېږي.

د یادولو ده چې د هېواد بزګرانو ته د اصلاح‌شویو تخمونو ترڅنګ کیمیاوي سرې هم ورکول کېږي، او دا اقدام تر ډېره د کوکنارو بدیل کښت د رامنځته‌کولو په موخه کېږي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه