د ایران ولسمشر، مسعود پزشکیان وایي چې له امریکا سره د سولې مذاکرات د ماتې په مانا نه دي، بلکې دوی ته د ایران د ملي ګټو خوندیتوب لومړیتوب دی، او هېڅکله به دښمن ته سر ټیټ نه کړي.
پزشکیان ویلي چې له واشنګټن سره د سولې خبرې د ایران ملت د حقونو د ترلاسهکولو لپاره کېږي، او دا په دې مانا نه دي چې ګواکې د ایران حکومت ماتې خوړلې ده.
بلخوا یو شمېر نورو ایراني چارواکو هم ویلي چې د امریکا طرحې ته د تهران ځواب حقیقي او مثبت دی، خو د امریکا ولسمشر بیا ټینګار کړی چې د واشنګټن طرحې ته د تهران ځواب په بشپړه توګه د منلو نه دی.
د تهران له لوري واشنګټن ته په دې ۱۴ مادهییزه طرحه کې د هرمز تنګي خلاصون، د ایران کنګلشویو شتمنیو ازادول او د ایراني غنيشویو ۶۰ سلنه یورانیمو ۴۴۰ کیلوګرام یې امریکا ته انتقالول شامل دي.
بلخوا یو شمېر کارپوهانو ویلي چې په دې طرحه کې د تهران لپاره تر ټولو خطرناکه ماده ښايي دا وي چې د دوی غني شوي یورانیم امریکا ته باید انتقال شي.
د کارپوهانو په وینا چې تهران ښايي له امریکا سره دا ماده په هېڅ صورت ونه مني.


