خانهافغانستانهواپېژندنې ادارې په ۱۸ ولایتونو کې د ورښت او سېلابونو اټکل شوی

هواپېژندنې ادارې په ۱۸ ولایتونو کې د ورښت او سېلابونو اټکل شوی

د ا.ا ترانسپورت او هوایي چلند وزارت د هواپېژندنې ریاست سبا (دوشنبه) د هېواد ۱۸ ولایتونو کې د شدید ورښت او سېلابونو راوتلو اټکل کړی دی.

د دغه وزارت په اېکس لیکل شوي چې سبا په بدخشان، تخار، کندوز، سمنګان، بغلان، پنجشېر، پروان، کاپیسا، لغمان، ننګرهار، کونړ، نورستان، کابل، میدان‌وردګ، بامیان، لوګر، پکتیا او خوست ولایتونو کې ورښت اټکل کېدای شي.

د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت د هواپېژندنې ریاست لیکلي چې د یادو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې د ورښت کچه له ۱۰ څخه تر ۳۰ ملي‌مترو پورې اټکل کېدای شي.

بلخوا ختیځو، سویل، ختیځو، سوېلي، لوېدیځو او مرکزي ولایتونو کې د تېزو بادونو، خاورو او دوړو د پېښېدو خبرداری هم ورکړ شوی چې سرعت به یې په یو ساعت کې له ۵۰ څخه تر ۹۰ کیلومترو پورې وي.

دا خبرداری داسې مهال ورکول کېږي چې له تېرو شاوخوا دوو میاشتو راهیسې د هېواد په ډېرو سیمو کې د ورښت او سېلابونو له امله سلګونه هېوادوال مړه او سلګونه نور ټپیان شوي دي.

د دغو ورښتونو له امله شاوخوا ۲۰ زره کورونه په بشپړه او نسبي توګه هم ویجاړ شوي او زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې ده.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه