نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې واشنګټن او تهران د جګړې د بندولو او د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو لپاره د یوې نوې طرحې په اړه غور کوي. دا پلان ۱۴ مادې لري او د متحده ایالاتو لخوا وړاندیز شوې ده.
د رویټرز په وینا، دا چوکاټ به په دریو مرحلو کې پلي شي: د جګړې رسمي پای، د هرمز تنګي د کړکیچ حل، او د ۳۰ ورځو لپاره د خبرو اترو د نوي پړاو پیل، خو ایران تر اوسه دې پلان ته ځواب نه دی ورکړی.
په وړاندیز کې، ایران ژمنه کوي چې اټومي وسلې به نه جوړوي، لږترلږه د ۱۲ کلونو لپاره د یورانیمو غني کول ځنډوي، او د خپلو ۶۰ سلنه غني شویو یورانیمو شاوخوا ۴۴۰ کیلوګرامه به وسپاري.
په بدل کې، متحده ایالات به په تدریجي ډول بندیزونه لرې کړي، د ایران کنګل شوي شتمنۍ میلیاردونه ډالر خوشې کړي، او د ایران د بندرونو سمندري محاصره به پای ته ورسوي. دواړه خواوې ژمن دي چې د لاسلیک کېدو څخه وروسته د ۳۰ ورځو دننه د هرمز تنګي عادي ترافیک ته پرانیزي.
لنډمهاله تړون د وروستیو خبرو اترو لپاره سختې مسلې، لکه د توغندیو پروګرام او سیمهییز نفوذ، پریښودلي دي. که څه هم اوربند نازک دی او په هرمز تنګي کې ځینې وخت نښتې دوام لري، دواړه خواوې دا د یوې جامع هوکړې په لور د یو ګام په توګه ګوري.
ایران تر اوسه په رسمي ډول ځواب نه دی ورکړی، او خبرې اترې د منځګړو له لارې ترسره کیږي.


