خانهنړۍمحمود خان اڅکزي پاکستان کې د موقت حکومت جوړېدو غوښتنه کړې

محمود خان اڅکزي پاکستان کې د موقت حکومت جوړېدو غوښتنه کړې

په پاکستان کې د اپوزیسیون مشر، محمود خان اڅکزي د دغه هېواد پر اوسني حکومت تازه نیوکې کړې او ویلي یې دي چې هلته باید قانوني او ډیموکراتیک نظام وي. 

اڅکزي ټینګار کړی چې په پاکستان کې باید ژر تر ژره موقت حکومت جوړ او عادلانه ټاکنې وشي.  

محمود خان اڅکزي په پاکستان کې د یو داسې نظام غوښتنه کړې چې وسله‌وال ځواکونه پکې له سیاست لرې او رسنۍ ازادانه فعالیت وکولای شي.

نوموړي همداراز له نورو سیاسي ګوندونو هم غوښتي چې خپل وړاندیزونه ورسره شریک کړي.

د پاکستان د اپوزیسون مشر، محمود خان اڅکزي تر دې مخکې هم د پاکستان پر اوسني حکومت توندې نیوکې کړې وې او هلته یې روان کړکېچ د پوځ د ناسمې پالیسۍ پایله بللې وه.  

تر دې مخکې د مولانا فضل‌الرحمن او سراج‌الحق په ګډون یو شمېر نورو لوړپوړو چارواکو هم د پاکستاني حکومت پر پالیسیو نیوکې کړې وې او د پخواني لومړي وزیر، عمران د خوشې‌کېدو غوښتنه یې کړې وه. 

د یادولو ده چې له تېرو څو کلونو راهیسې په پاکستان کې امنیتي او اقتصادي وضعیت په بې‌سارې توګه خراب شوي او هره ورځ پکې د چاودنو او وسله‌والو بریدونو راپورونه ورکول کېږي. 

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه