نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې د تېرې اپریل میاشتې په وروستیو کې د کانګو په «ایتوري» ولایت کې د وسلهوال برید له امله د ۶۹ وژلشویو جسدونه له خاورو را ایستل شوي دي.
د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې چې دا کسان د کانګو په شمالختیځ «ایتوري» ولایت کې د وسلهوالو له لوري وژل شوي وو او جسدونه یې اوس له خاورو را ایستل شوي دي.
په راپور کې ویل شوي چې هلته د برید په ورځو کې د ناامنۍ له امله د جسدونو را ایستل ځنډول شوي وو.
په ورته مهال د کانګو یو شمېر چارواکو ویلي چې ښايي هلته د وژلشویو شمېر تر دې هم لوړ وي.
کانګو هېواد کې وخت ناوخت دا ډول مرګونې پېښې رامنځته کېږي چې له امله یې په یو ځلي تر سلو ډېر کسان ژوند بایلي.
حکومت یې وایي چې په یاد هېواد کې بېلابېلې نفوذي ډلې فعالې دي او د دغه هېواد د حکومت پر وړاندې نظامي فعالیتونه کوي.
د یادولو ده چې ورځې مخکې هم په دغه هېواد کې د یو وسلهوال برید په پایله کې تر ۴۰ ډېر کسان وژل شوي وو.


