خانه افغانستان سبا د هېواد په ۲۶ ولایتونو کې د ورښت او سېلابونو اټکل...

سبا د هېواد په ۲۶ ولایتونو کې د ورښت او سېلابونو اټکل شوی

0
270

د ا.ا ترانسپورت او هوایي چلند وزارت د هواپېژندنې ریاست سبا د هېواد ۲۶ ولایتونو کې د شدید ورښت او سېلابونو راوتلو اټکل کړی دی.

د دغه وزارت په اېکس لیکل شوي چې سبا په بدخشان، تخار، کندوز، سمنګان، بغلان، پنجشېر، پروان، کاپیسا، لغمان، ننګرهار، نورستان، کونړ، کابل، میدان‌وردګ، لوګر، پکتیا، خوست، بامیان، دایکنډي، غور، هرات، بادغیس، سرپل، فاریاب، جوزجان او بلخ ولایتونو کې ورښت اټکل کېدای شي.

د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت د هواپېژندنې ریاست لیکلي چې د یادو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې د ورښت کچه له ۱۰ څخه تر ۳۰ ملي‌مترو پورې اټکل کېدای شي.

بلخوا په شمال‌ختیځو، شمالي، لوېدیځو، سویلي، سویل‌ختیځو، ختیځو او مرکزي ولایتونو کې د تېزو بادونو، خاورو او دوړو د پېښېدو خبرداری هم ورکړ شوی چې سرعت به یې په یو ساعت کې له ۵۰ څخه تر ۹۰ کیلومترو پورې وي.

دا خبرداری داسې مهال ورکول کېږي چې له تېرو شاوخوا دوو میاشتو راهیسې د هېواد په ډېرو سیمو کې د ورښت او سېلابونو له امله سلګونه هېوادوال مړه او سلګونه نور ټپیان شوي دي.

د دغو ورښتونو له امله شاوخوا ۲۰ زره کورونه په بشپړه او نسبي توګه هم ویجاړ شوي او زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې ده.

بدون نظر

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید