امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ سپینې ماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي، د ایران د اټومي وسلو مخنیوی د امریکا د حکومت له مهمو هدفونو څخه دی. او د هوکړې د ناکامېدو په صورت کې به پراخ بمبار پيل شي.
ټرمپ نن(پنجشنبه، د مې ۷مه) له پيبياېس شبکې سره خبرو کې وویل، که تهران د واشنګټن وړاندیز ونه مني، امریکا به له پخوا ډېر سخت بریدونه پیل کړي.
په داسې حال کې چې د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو او احتمالي هوکړې لپاره هڅې روانې دي، خو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، دوی به د ایران غني شوي یورانیم ترلاسه کړي. او وایي، امریکا ته د ایران د غني شویو یورانیمو انتقال د دواړو هېوادونو د نوي وړاندیز شوي تړون یوه اساسي برخه ده.
ټرمپ سپینې ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: “موږ به دغه یورانیم ترلاسه کړو. ” هغه همداراز کړه چې د ایران د اټومي وسلو مخنیوی د امریکا د حکومت له مهمو هدفونو څخه دی.


