خانهافغانستان"یونیسف د بېړنيو روغتيايي خدمتونو په برخو کې له افغانانو سره مرستې...

“یونیسف د بېړنيو روغتيايي خدمتونو په برخو کې له افغانانو سره مرستې ته ادامه ورکوي”

د ا.ا عامې روغتیا وزیر، نور جلال جلالي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ ادارې (یونیسف) له مشر، تاج‌الدین او مل پلاوي سره په کتنه کې پر بېلابېلو مسایلو خبرې کړې دي.

د دغه وزارت د خبرپاڼې مخې چې په دې کتنه کې جلالي ویلي چې د روغتيايي نظام پياوړتيا د اسلامي امارت له مهمو لومړيتوبونو څخه ده او هڅه کېږي، چې روغتيايي خدمات د هېواد ټولو سيمو ته په عادلانه او اغېزمن ډول ورسېږي.

نوموړي همداراز د روغتیايي سیستم د پیاوړتیا او پراختیا برخه کې د نړيوالو همکارو ادارو رول مهم بللی او د دوامدارو همکاريو غوښتنه يې کړې ده.

بلخوا د یونیسف مشر او مل پلاوي د خپلو تر سره شویو فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړي او د افغانستان د روغتيا سکتور سره یې د یونیسیف ادارې د همکاريو د دوام ډاډ څرګند کړی دی.

د هغه په وینا چې يونيسيف به د مور او ماشوم روغتيا، واکسيناسيون، تغذيې او بېړنيو روغتيايي خدمتونو په برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

یونیسف له تېرو څو کلونو راهیسې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې مرستې کړې دي. 

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه