خانهافغانستاند پاکستان له بند‌خونو نږدې ۵۰۰ افغان کډوال خوشې شوي

د پاکستان له بند‌خونو نږدې ۵۰۰ افغان کډوال خوشې شوي

کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، روانه اوونۍ د پاکستان له بند‌خونو ۴۹۱ افغان کډوال خوشې شوي او هېواد ته راستانه شوي دي.

 کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت نن(پنجشنبه، د مې ۷مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه کډوال د پاکستان له بېلابېلو بندخونو ازاد شوي او د تورخم او سپین‌بولدک له لارو هېواد ته راستانه شوي دي.

دغه وزارت همداراز زیاتوي د دغو کسانو له ډلې ۳۷۹ کسان د تورخم او ۱۱۲ نور د سپین‌بولدک له لارې هېواد ته راستانه شوي ، چې په دې ډله کې کورنۍ او مجردان شامل وو او د استوګنیزو سندونو نه لرلو له امله بندیان شوي وو چې د ثبت او مرستو له ترلاسه کولو وروسته اصلې سیمو ته ولېږدول شول.

د یادولو ده تر دې وړاندې هم په وار وار د پاکستان له زندانونو افغان کډوال راخوشې شوي دي.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه