خانهافغانستانپنځو ولایتونو کې له نږدې ۵۰۰ کورنیو سره بشري مرسته شوې 

پنځو ولایتونو کې له نږدې ۵۰۰ کورنیو سره بشري مرسته شوې 

د ا.ا کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي چې روانه اوونۍ په پنځو ولایتونو کې ۴۵۹ بې‌ځایه‌شویو او راستنېدو شویو کورنیو سره د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرسته شوې ده.  

د دغه وزارت په اېکس‌پاڼه لیکل شوي چې دا مرسته روانه اوونۍ په کابل، پکتیکا، میدان‌وردګ، سرپل او بغلان ولایتونو کې شوې ده.  

د راپور له مخې چې په دې مرسته کې نغدي، روغتیايي، خېمو او کالیو کڅوړې شاملې وې.  

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي چې په کابل کې ۱۵۰ کورنیو سره یو میلیون ۵۹۷ زره ۵۰۰ افغانیو، میدان وردګو کې ۱۳۶ کورنیو سره د روغتیايي کڅوړو، سرپل کې ۲۸ کورنیو سره ۳۵۳ زره ۸۰۰ افغانیو، پکتیکا کې ۲۰ کورنیو سره د ۲۰ خېمو او بغلان کې ۱۲۵ کورنیو سره د اغوستلو کالیو کڅوړو مرستې شوې دي.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې په بدخشان کې د مهاجرینو چارو ریاست تر پېژندلو وروسته، د دغه وزارت د همکارې موسسې له لوري، له ۴۹ کورنیو سره ۶۶۹ زره ۸۰۰ افغانیو مرسته شوې ده. 

د یادولو ده چې له تېرو څو کلونو راهیسې له بېلابېلو هېوادونو د افغان کډوالو جبري راستنېدل په بې‌سارې توګه زیات شوي دي.  

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه