د احصایې او معلوماتو اداره وایي چې د روان کال په لومړۍ (وري) مياشت کې د خوراکي توکو بیې ۰٫۹ سلنه لوړې شوې دي.
د دې ادارې په اېکسپاڼه لیکل شوي چې دا لوړوالی د مېوو په بيه کې ۳٫۵ د سبزيو په بيه کې ۵٫۹ او د خوږو او بورې په بيه کې ۶٫۹ سلنې په کچه دی.
د خبرپاڼې له مخې چې همداراز د غيرخوراکي توکو بيې ۱٫۴ سلنه لوړې شوې چې د جامو په بيه کې ۳٫۶ د کور د سامان په بيه کې ۳٫۴ د ټرانسپورټ په بيو کې د ۳٫۴ او د ښوونې او روزنې په شاخص کې د ۶٫۰ سلنې په اندازه لوړوالی ښکاري.
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې همداراز لیکلي چې د روان کال په وري مياشت کې د لګښتي توکو د بيو میاشتنی پړسوب ۱٫۲ سلنه لوړوالی ښيي چې د پړسوب دا کچه تر ډېره د خوراکي توکو (مېوو، سبزيو، بورې او خوږو) او غيرخوراکي توکو (جامو، د کور سامان، ټرانسپورټ او ښوونې او روزنې شاخص) د بيو د لوړوالي له امله دی.
د سرچینې په وینا چې همداراز د ټکي په ټکي پړسوب له مخې د ۱۴۰۵ کال په وري مياشت کې د ۱۴۰۴ کال د وري مياشتې په پرتله ۱۰٫۸ سلنه لوړوالی ښکاري.


