خانهافغانستانتېره میاشت د غزني له لرغونو سیمو ۳۸ تنو بهرنیو سېلانیانو لیدنه...

تېره میاشت د غزني له لرغونو سیمو ۳۸ تنو بهرنیو سېلانیانو لیدنه کړې

د امارتي شرکتونو لوی ریاست د افغان تور امارتي شرکت مسوولین وايي، چې د روان ۱۴۰۵ کال په لومړۍ میاشت کې، ۳۸ تنه بهرنیو سیلانیانو د غزني له بېلابېلو لرغونو سیمو څخه لیدنه کړې ده. په دغو سېلانیانو کې ډېری اتباع د امریکا، چین، مالیزیا، پاکستان، برتانیا، اندونیزیا، ایټالیا، سویډن او فنلنډ هېوادونو څخه وو.

د امارتي شرکتونو لوی ریاست د افغان تور امارتي شرکت مسوولین نن(چهارشنبه، د مې ۶مه) وايي، چې د روان ۱۴۰۵ لمریز کال په لومړۍ میاشت کې، ۳۸ تنه بهرنیو سیلانیانو د غزني له بېلابېلو لرغونو سیمو څخه لیدنه کړې ده.

د دغه ریاست د معلوماتو له مخې، په دغو سېلانیانو کې ډېری اتباع د امریکا، چین، مالیزیا، پاکستان، برتانیا، اندونیزیا، ایټالیا، سویډن او فنلنډ هېوادونو څخه وو، چې د غزني ولایت بېلابېلو سیاحتي سیمو او تاریخي ابدو څخه د لیدنې په موخه یې یاد ولایت ته سفر کړی دی.

د یادولو ده، چې غزني د اسلامي تمدن د پلازمینې په توګه پېژندل کېږي او د شاوخوا (۳۰۰) تاریخي ابدو په درلودلو سره یې د نړیوالو سېلانیانو پام ځانته اړولی دی.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه