د امریکا بهرنیو چارو وزارت وایي چې د خپلو ډیپلوماټانو د خوندیتوب په موخه یې پېښور کې د خپلې قونسلګرۍ د تړلو پرېکړه کړې ده.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې چې د ډیپلوماټانو د امنیت او سرچینو د مدیریت لپاره به خپل ډيپلوماټیک مسوولیت په مرحلهوار شکل د پاکستان پلازمېنې، اسلام اباد ته انتقال کړي.
څه موده مخکې هم داسې راپورونه ورکړ شوي وو چې امریکا به د ناامنۍ د زیاتېدو له امله په پېښور کې خپله قونسلګري په بشپړه توګه وتړي.
بلخوا سیاسي شنونکو اندېښنه څرګنده کړې چې په خیبر پښتونخوا کې د امنیتي پېښو د زیاتوالي په صورت کې ښایي نور هېوادونه هم ورته اقدام وکړي او خپلې استازولۍ له یادې سیمې وباسي.
دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څو کلونو راهیسې په خیبر پښتونخوا او پاکستان کې ناامني په بېسارې توګه زیاتې شوې او پر پاکستاني پوځیانو بریدونه پراخ شوي دي.
د یادولو ده چې پرون هم په پېښور کې د پاکستان مشهور دیني عالم، مولانا محمد ادریس د وسلهوالو په ډزو ووژل شو چې مسوولیت د داعش وسلهوالې ډلې ومانه.
بلخوا په پاکستان کې د یو شمېر ګوندونو غړو پر پاکستاني حکومت نیوکې کړې او د دې ناامنۍ لامل یې د دوی پالیسي بللې ده.


