کولمبیا د ډبرو سکرو په یوه کان کې د چاودنې له امله نهه کان کېندونکي مړه شوي او شپږ نور ټپیان دي.
د الجزیرې په وینا، چاودنه پرون(دوشنبه، د مې ۴مه)د پلازمینې بوګوټا شمال ته شاوخوا ۷۲ کیلومتره لرې د سوتاتوسا په سیمه کې د ډبرو سکرو په یوه کان کې وشوه.
د دغه هېواد د کانونو ملي ادارې اعلان وکړ چې دا پېښه د کان دننه د ګازو د راټولېدو له امله رامنځته شوې ده. ټپیان روغتون ته وړل شوي او د ژغورنې ټیمونه د ژغورنې عملیاتو ته د دوام ورکولو لپاره سیمې ته لیږل شوي دي
همدراز د سیمهییز چارواکو په وینا، کارګران د ځمکې لاندې شاوخوا ۶۰۰ متره ژور کار کاوه. دا هم راپور ورکړل شوی چې په پیل کې ۱۲ کسان د کان دننه بند پاتې وو، چې له دې ډلې څخه درې یې ژغورل شوي دي.
باید وویل شي چې چارواکو مخکې خبرداری ورکړی و چې په کان کې د میتان په څیر ګازونو راټولیدل ګواښوونکی کېدای شي او د خوندیتوب د زیاتو اقداماتو غوښتنه یې کړې وه.
د یادولو ده چې د کولمبیا په کانونو کې ورته پېښې زیاتره وختونه د مناسب هوا د نشتوالي له امله رامنځته کیږي.


