خانهافغانستاناسلامي امارت پر مولانا محمد ادریس برید غندلی 

اسلامي امارت پر مولانا محمد ادریس برید غندلی 

د ا.ا ویاند، ذبیح الله مجاهد وایي چې اسلامي امارت د پيښور اکوړه خټک د دارالعلوم حقانیه مدرسې پر استاد، شیخ الحدیث مولانا محمد ادریس برید په سختو ټکو غندي.

مجاهد په اېکس‌پاڼه لیکلي چې د علماوو وژل د اسلام  او علماؤو د دښمنانو کار دی. 

د ښاغلي مجاهد په وینا: “د نوموړي جید عالم او د زرګونو علماؤو د استاذ شهادت د ټول علمي کهول، علماء کرامو او اسلامي نړۍ لپاره یوه ستره او نه جبرانیدونکې ضایعه ده.”

د اسلامي امارت ویاند همداراز لیکلي چې له الله تعالی څخه مرحوم شیخ ته جنت الفردوس، کورنۍ، خپلوانو او متعلقینوته د صبر جمیل او اجر جزیل دعا کوي. 

د پاکستان مشهور دیني عالم، مولاند محمد ادریس نن د پېښور په چارسده کې د ناپېژانده وسله‌والو په برید کې ووژل شو.

نوموړی د پېښور په حقانیه مدرسه کې استاد و.

تر اوسه کوم کس یا ډلې د هغه د وژلو مسوولیت نه دی منلی.

د یادولو ده چې مولانا ادریس په وروستیو کې د پاکستان د پوځ په ستاینه ځینې څرګندونې کړې وې چې د خلکو غبرګونونه یې پارولي وو.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه