په ګاونډیو هېوادونو کې د افغان کډوالو د نیولو او جبري ایستلو په دوام، پرون (دوشنبه) له پاکستان او ایران څخه ۷۶۳ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.
د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون ویلي چې د دغو کډوالو کورنیو شمېر ۳ زره ۹۵۴ کسان کېږي چې پرون (دوشنبه) له بېلابېلو لارو هېواد ته راستانه شوي دي.
د راپور له مخې چې له دغو کورنیو څخه ۷۳۷ کورنۍ خپلو اصلي ولایتونو ته لېږدول شوې او له ۸۱۰ کورنیو سره نغدي مرستې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څو میاشتو راهیسې له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو جبري ایستل په بېسارې توګه زیات شوي او د دغو هېوادونو حکومتونو ټینګار کړی چې دوی به ټول افغانان خپل هېواد ته لېږي.
د خامه پرس په مخکني راپور کې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمېشنرۍ په حواله ویل شوي چې یوازې په تېرو څو میاشتو کې له پاکستان څخه شاوخوا ۱۷۰ زره افغانان افغانستان ته لېږل شوي دي.
د دې ادارې د راپور له مخې چې پر دې سربېره لا هم په پاکستان کې شاوخوا دوه میلیون افغانان مېشت دي.
بلخوا اسلامي امارت ډاډ څرګند کړی چې تر دې دمه یې د کډوالو د راستنېدنې بهیر په ښه ډول مدیریت کړی دی.


