خانهنړۍایمل ولي خان پنجاب ته د «غلام ابن غلام ابن غلام »خطاب...

ایمل ولي خان پنجاب ته د «غلام ابن غلام ابن غلام »خطاب کړی

د عوامي نېشنل ګوند مشر ایمل ولي خان په خپلو ورستیو خبرو کې پر پنجاب سختې نیوکې کړې او پنجاب ته یې د «غلام ابن غلام ابن غلام »خطاب کړی دی.

د عوامي نېشنل ګوند مشر ایمل ولي خان تېره ورځ(دوشنبه، د مې ۴مه) په خپلو ورستیو خبرو کې پر پنجاب سختې نیوکې کړې او پنجاب ته یې د «غلام ابن غلام ابن غلام »خطاب کړی دی.

نوموړي ویلي دی چې پښتانه د پنجاب غلامي نه مني.

ایمل ولي خان همداراز زیاته کړې، چې پنجاب باید د پښتنو حق ومني او هغوی د برابر ورور په توګه وګڼي: «که پنجاب وایي چې زه دې مالک یم او ته مې غلام یې، نو زه ورته وایم چې زما وینې او عقیدې د انګرېز غلامي نه ده منلې؛ نو د غلام ابن غلام ابن غلام غلامي به څنګه ومنو؟»

ایمل ولي خان وایي چې اصلي ستونزه د واک او اختیار ده. د هغه په وینا، د پښتنو پر سرچینو واک د نورو دی او د دوی مبارزه دا ده چې پر خپلو سرچینو خپل حق ترلاسه کړي.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه