پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې ناپېژانده وسلهوالو د دغه هېواد پر مشهور دیني عالم، مولانا محمد ادریس ډزې کړې او وژل شوی دی.
د راپورونو له مخې چې په موټرسایکل سپرو وسلهوالو د پېښور په چارسده کې د مولانا ادریس په موټر برید کړی او دوه ساتونکي یې هم سخت ټپيان شوي دي.
د جمعیت علمای اسلام ګوند غړی، مولانا ادریس د حقانیه مدرسې مدرس و او له تېرو څو ورځو راهیسې یې د پاکستاني پوځ په ملاتړ څرګندونې کړې وې.
له تېرو څو کلونو راهیسې په پاکستان کې ورته بریدونه په بېسارې توګه زیات شوي چې له امله یې یو شمېر نور دیني عالمان هم وژل شوي دي.
بلخوا د پاکستان بېلابېلو چارواکو پر پاکستاني حکومت نیوکې زیاتې کړې چې په خپلې ناسمې پالیسۍ سره یې پاکستان له کړکېچ سره مخ کړی.
د جمعیت اسلام ګوند مشر، مولانا فضل الرحمان، سراجالحق او محمود خان اڅکزي په تازه څرګندونو کې د پاکستاني حکومت اقتصادي او بهرنۍ پالیسۍ او تګلارې غندلې او هلته یې د روانې بېثباتۍ لامل د پاکستاني حکومت کړنې بللې دي.


