خانهنړۍایران درې تنه اسراییلو سره د همکارۍ او د تاوتریخوالي د هڅونې...

ایران درې تنه اسراییلو سره د همکارۍ او د تاوتریخوالي د هڅونې په تور اعدام کړي

ایراني چارواکو اعلان کړی، چې درې کسان یې د اسراییلو د استخباراتي ادارې  سره د همکارۍ او د تاوتریخوالي د هڅونې په تور اعدام کړي دي.

فارس خبري اژانس نن(دوشنبه، د غویي ۱۴مه) د راپور له مخې، اعدام شوي کسان مهدي رسولي، محمدرضا میري او ابراهیم دولت‌ابادي شامل دي. راپور وایي چې رسولي او میري د موساد اړوند عناصر بلل شوي، په داسې حال کې چې دولت‌ابادي د مشهد ښار د تبـرسي سیمې د ګډوډیو له مشرتابه سره تړل شوی و.

په ورته وخت کې ویل شوي چې رسولي او میري د یوه امنیتي سرتېري، حمیدرضا یوسفي‌نژاد، په وژنه کې مستقیم لاس درلود. او ورسره دوی د عامه شتمنیو ویجاړول او لوټول، د ملي امنیت پر ضد د جرمونو لپاره همغږي، د مولوتوف کوکتلونو کارول او د کور جوړو وسلو لکه تورو جوړول او لېږدول.

باید وویل شي چې د ایران او امریکا د جګړې د پیل راهیسې ایران څو وارې هغه کسان اعدام کړل چې اسراییل سره په لاس لرلو او د دغه هېواد دننه پر ګډوډۍ تورن وو.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه