د افغانستان په شمال کندز ولایت کې د افغا ځانګړي ځوکونو د شپیني عملیات په ترڅ کې د تاجکستانیانو په ګډون دولت ضد وسله والو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو چارواکي وایي د ملي دفاع وزارت اړوند ځانګړي ځواکونه تیره شپه د امام صاحب ولسوالی په اړوند سیمو کې عملیات ترسره کړي چې په ترڅ کې ۳۱ تنه وسله وال وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان دي.

چارواکي زیاتوي، چې د دولت ضد وسله والو پر خلاف عملیات د قرغز، جوی بیګم، پل امام الدین، او یخن چال په کلیو کې ترسره شوي او په ترڅ کې د تاجکستان د دوه اتباع هم وژل شوي.

د شاهین قول اردو چارواکو په وینا، په وژلو شویو کې د وسله والو څلور ډلمشران هم شامل دي چې مولوي موسی، قاري امیر مضهري، مولوي منصور، او ملا عبدالحکیم نومیده.

د ملي دفاع وزارت چارواکي وایي، د عملیاتو په ترڅ کې ګڼ شمېر وسلې مهمات هم د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

کندز د افغانستان په شمال کې د هېواد له ناامنه او د طالبانو د جنګیالیو د فعالیت سیمه ګڼل کېږي.

دا په داسې حال کط ده چې د وسله والو طالبانو او نورو وسله والو د ځپلو په موخه افغان امنیتي ځواکونه د کندز ولایت په یو شمېر نا امن ولسوالیو کې په چاڼیزو عملیاتو بوخت دي.