خانهنړۍکینیا کې د سېلابونو راتلو او ځمکې ښویېدنې له امله ۱۸ کسان...

کینیا کې د سېلابونو راتلو او ځمکې ښویېدنې له امله ۱۸ کسان مړه شوي

نړیوالو رسنیو خبر ورکړی، چې د کینیا په مرکزي او ختیځو سیمو کې د سېلابونو راتلو او ځمکې ښویېدنې له امله لږ تر لږه ۱۸ کسان مړه شوي دي.

الجزیزې نن(دوشنبه، د مې ۴مه) په یوه راپور کې د کینیا د پولیسو له قوله لیکلي چې د سېلابونو راتلو او ځمکې‌ښویېدنې پېښې د دغه هېواد په ثاراکا نیتي، ایلګیو – ماراکویټ او کیامبو ولایتونو کې ثبت شوې دي.

دغې سرچینې لیکلي، په یادو سېلابونو او ځمکې ښویېدنو کې لږ تر لږه ۱۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

له دې سره  پولیسو ویلي، ډېرې کورنۍ اغېزمنې شوې، خلک یې بې‌کوره کړي او ملکیتونو او زیربناوو ته یې لوی زیان رسولی دی. تر اوسه دا روښانه نه ده چې څو کسان بې‌ځایه شوي دي

بلخوا رسنیو کې د انځورونه ښيي چې د پلازمېنې نایروبي سړکونه له اوبو ډک شوي او موټر او خلک په اوبو کې تېرېږي.

د یادولو ده چې دا په دوو میاشتو کې دویم ځل دی چې د کینیا ځینې سیمې له مرګونو سېلابونو سره مخ کېږي. په مارچ میاشت کې هم په نایروبي کې سېلابونو لږ تر لږه ۳۷ کسان مړه کړي وو.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه