د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند پخوانی مشر، سراجالحق وایي چې د پاکستان اوسمهال له سخت اقتصادي فشار سره مخ او بېسارې بېثباتۍ سره لاس و ګریوان دی.
نوموړي د پاکستاني حکومت پر پالیسۍ توندې نیوکې کړې او له اسلاماباد یې غوښتي چې د ولس ستونزو ته لومړیتوب ورکړي.
سراجالحق د پاکستان راتلونکې ناڅرګنده بللې او ټینګار یې کړی چې پاکستاني سیاستوال باید د خپلو شخصي ګټو پرځای د هېواد لپاره کار وکړي.
د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند پخواني مشر همداراز اندېښنه څرګنده کړې چې هلته خلک د برېښنا پرچاوۍ، ګرانۍ او نورو سختو ستونزو سره لاس و ګریوان دي او دا وضعیت نور د زغملو نه دی.
د راپورونو له مخې چې له تېرو څو کلونو راهیسې په پاکستان کې د توکو بيې ورځې تر بلې لوړیږي، کاري فرصتونه کميږي او چارې د ټکنۍ په لور روانې دي.
تر دې مخکې د مولانا فضلالرحمان په ګډون یو شمېر نورو پاکستاني چارواکو هم د پاکستاني حکومت پر پالیسیو توندې نیوکې کړې وې.
د یادولو ده چې په پاکستان کې له تېرو څو کلونو راهیسې وسلهوال بریدونه او بمي چاودنې هم زیاتې شوې دي.


