په سویلي مراکش کې د روزنیز ماموریت پرمهال د ورک شویو دوو امریکایي سرتېرو لټون روان دی.
د امریکا د دفاع چارواکو تایید کړې چې دا دوه سرتېري وروستی ځل د ساحلي ډبرو سره نږدې لیدل شوي وو او باور کېږي چې سمندر ته لوېدلي دي.
دا پېښه د شنبې په ورځ د کیپ دارا په روزنیز سیمه کې رامنځته شوه. د ورکیدو سمدلاسه وروسته، د ځمکې، هوا او سمندر په اوږدو کې د امریکا، مراکش او متحدینو په ګډون د پلټنې پراخه عملیات پیل شول.
لټون د یکشنبې تر ماښامه پورې دوام وکړ، چې د څو چورلکو، کښتیو، ډرونونو، غرهختونکو او غوطه وهونکو په کارولو سره ترسره شو. د امریکا د دفاع یوه چارواکي ټینګار وکړ چې دا پېښه له ترهګرۍ سره تړاو نه لري او داسې ښکاري چې یوه بدبخته پېښه وه.
راپورونه ښیي چې دوه سرتېري د روزنیزو تمرینونو له بشپړولو وروسته په ډبرو کې ګرځېدل. دواړه سرتېري د “افریقی زمری” په کلني ګډ تمرین کې برخه اخیستې وه.
دا تمرین په افریقا کې د امریکا ترټولو لوی ګډ تمرین دی، چې د ناټو په ګډون د ۲۰ څخه زیاتو هېوادونو څخه له لس زره څخه ډېر سرتېري پکې برخه اخلي. لټون روان دی، او د امریکا چارواکي هیله لري چې ژر تر ژره نور معلومات ترلاسه کړي.


