د کندهار مسوولین وایي، اوسمهال په یاد ولایت کې د غوړیو ۲۴ فابریکې فعالې دي چې په کلني ډول ۵۰ زره ټن غوړي تولیدوي.
د دغو فابریکو مسوولینو ویلي چې هلته له پنبې دانې د غوړیو تولید صنعت وده کړې او په راتلونکي کې د دغه صنعت د لا پراخېدو هڅې کېږي.
د مسوولینو په وینا چې په دغو فابریکو کې لسګونه کسانو د کار زمینه برابره شوې او په د دغو فابریکو په فعالېدو سره هېواد ته د بېکیفیته غوړیو د وارداتو مخه نیول شوې ده.
کندهار کې د غوړیو فابریکو مسوولینو همداراز ویلي چې نږدې راتلونکي کې به یاد ولایت د غوړیو د تولید په برخه کې پر ځان بسیا شي.
په ورته مهال د دغه ولایت یو شمېر اوسېدونکي هم خوښ دي چې هلته په کور دننه باکیفیته غوړیو ته لاسرسی لري، خو د دغه صنعت د پراخېدو غوښتنه یې کړې ده.
د یادولو ده چې له تېرو څو کلونو راهیسې د بېلابېلو توکو د تولید لسګونه فابریکې فعالې دي او په دې برخه کې پانګونې ته د کورنیو او بهرنیو پانګوالو لېوالتیا زیاته شوې ده.
افغانستان ته غوړي له ځینو ګاونډیو هېوادونو څخه هم واردېږي، خو د کندهار او هلمند په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې د دغه تولید لسګونه فابریکې فعالې شوې دي.


