خانهافغانستاند ناروې ځانګړي استازي د ا.ا له سفیر سره کتلي

د ناروې ځانګړي استازي د ا.ا له سفیر سره کتلي

په ناروې کې د ا.ا سفیر نجیب‌الله شاهین د افغانستان لپاره د دغه هېواد له ځانګړي استازي بیورن جانسن سره وکتل.

دغه خبرې اترې نن(یکشنبه، د مې ۳مه) ترسره او  په مهمو مسلو لکه د افغانستان اوسنی وضعیت، له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان اتباعو جبري ایستل، او د بشري مرستو دوام خبرې وشوې.

د ا.ا سره د تړلو رسنیو د راپورونو له مخې، دواړو خواوو د اړیکو پراخولو او د خبرو اترو د چینلونو د دوام پر اړتیا ټینګار وکړ.

که څه هم ناروې لا تر اوسه په رسمي ډول د ا.ا حکومت نه دی پیژندلی، خو د افغانستان له واکمنانو سره یې خپلې عملي او ډیپلوماتیکې اړیکې پراخې کړې دي.

په ۱۴۰۰ کال کې د اوسلو د غونډې له کوربه توب څخه تر اوسلو کې د ا.ا د سفیر تر ترلاسه کولو پورې، د عملي تعامل نښې نښانې شتون لري.

له دې سره، د ناروې چارواکي د ا.ا د پالیسیو په اړه، په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو او پراخو ټولنیزو محدودیتونو په برخه کې، نیوکې ته دوام ورکوي.

دا غونډه په داسې وخت کې وشوه چې په اروپا کې مېشت ډېری افغانان د ایستلو له ګواښ سره مخ دي، او افغانستان ته په جبري ډول راستنېدل د دوی لپاره جدي امنیتي او اقتصادي اندېښنې رامنځته کوي.

د کارپوهانو په وینا، ا.ا هیله لري چې د دې ډول تعاملاتو له لارې به د جبري ایستلو پروسه ورو کړي یا لږترلږه داسې شرایط برابر کړي چې ا.ا ته د احتمالي راستنېدونکو کنټرول ورکړي.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه