د ا.ا معیار او کیفیت اداره وایي چې د ودانیزو توکو پر وارداتو د دوامدارو څارنو پرمهال یې په «شیخ ابونصر فراهي» بندر کې ۲۵٫۱ ټن کمکیفیته ودانیز توکي مسترد کړي دي.
د دې ادارې په اېکسپاڼه لیکل شوي چې دا محموله ایزوګام له کورنیو معیارونو سره د نهمطابقت له امله بېرته صادروونکي هېواد ته ور ګرځول شوي دي.
د معیار او کیفیت ادارې د ودانیزو پروژو د کیفیت او خوندیتوب پر ډاډمنولو ټینګار کړی، او لیکلي یې دي چې د ودانیزو توکو د کیفیت د تثبیت او کنټرول بهیر به په جدي او دوامداره توګه روان وي.
په خبرپاڼه کې همداراز له سوداګرو غوښتل شوي چې هېواد ته باکیفیته توکي وارد کړي او ټینګار شوی چې هېڅ ډول غیرمعیاري او کمکیفیته توکي به هېواد ته پرېنږدي.
د اسلامي امارت معیار او کیفیت ادارې تر دې مخکې هم په بېلابېلو بندرونو کې بېلابېل کمکیفیته ودانیز توکي مسترد کړي وو او له سوداګرو یې غوښتي وو چې له کورنیو معیارونو سره سم توکي وارد کړي.
د یادولو ده چې ډېر ځله په مسترد شویو توکو کې نفتي مواد هم شامل وي چې له ایران څخه افغانستان ته وارد کېږي.


