د ا.ا د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت وايي چې د اقتصادي کمېسیون په وروستۍ ناسته کې ۱۲ پروژې تایید او اړوندو ادارو ته یې د تطبیق لارښوونه شوې ده.
د اقتصادي معاونیت د اعلامیې له مخې چې په دې پروژو کې پکتیکا ته د وارداتي برېښنا لېږد پروژه او له غزني څخه د ډبل سرکټ لېږد د سبسټېشن د پاتې چارو بشپړول او د برېښنا رسول شامل دي.
په اعلامیه کې راغلي چې د هلمند ګرشک ولسوالۍ د سیدانو کلي ته د برېښنا رسول او د کندهار له ختیځ سبسټېشن څخه د ترینکوټ تر نوي سبسټېشن او له کجکي بند څخه د ترینکوټ تر نوي سبسټېشن پورې د برېښنا رسول هم د دغو پروژو برخې دي.
د اقتصادي معاونیت په اېکسپاڼه لیکل شوي چې همداراز د فاریاب د پښتونکوټ ولسوالۍ د دهنهدرې بند جوړول او د دغه ولایت د خشتپل د اوبو لګولو پروژه هم پکې شاملې دي.
د سرچینې په وینا چې العزم ۲۱۵ قول اردو ته د برېښنا رسول او د سرپل مرکز اړوند یو شمېر کلیو ته د برېښنا رسول هم په تایید شویو پروژو کې دي.
همداراز د کندهار عینې مینې د ۳۵۰ بستریز روغتون فعالول او ظرفیت لوړول او همداراز د نیمروز ولایت په مرکز کې د څلوېښت زره لمونځکوونکو په ظرفیت د جامع جومات جوړول شامل دي.
د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت د اعلامیې له مخې چې د تور غونډۍ – هرات او اندخوی – شبرغان – مزارشریف د وسپنې پټلۍ غځول شامل دي.


