خانهنړۍامریکا ته د ایران نوې طرحه؛ ټولو جبهو کې د جګړې پر...

امریکا ته د ایران نوې طرحه؛ ټولو جبهو کې د جګړې پر پایته‌رسېدو ټینګار شوی 

د تهران او واشنګټن ترمنځ د کړکېچ په دوام، ایران په ټولو جبهو کې د جګړې د پایته‌رسېدو لپاره امریکا ته نوې ۱۴ ماده‌ییزه طرحه استولې ده. 

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې چې ایران په دې طرحه کې د امریکا له لوري د سمندري محاصرې پایته‌رسېدو او د امریکايي ځواکونو پر وتلو ټینګار شوی او همداراز پکې پر ایران د بیاځلي برید نه‌کېدو لپاره تضمین ته هم اشاره شوې ده.  

د ایران له لوري وړاندیز شوی چې سمندري محاصره دې پایته ورسېږي، د ایران د شتمنیو ازادولو، د بندیزونو د له منځه وړلو او د لبنان په ګډون په ټولو جبهو کې دې جګړه پایته ورسېږي. 

بلخوا د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ ویلي چې د ایران نوې طرحه ور رسېدلې او دوی به یې ژر وڅېړي.

ټرمپ ویلي چې دا ځل هم د پخوا غوندې، فکر نه کوي چې دا طرحه دې هم د منلو وي. 

د یادولو ده چې ایران د جګړې د پایته‌رسولو لپاره دا ۱۴ ماده‌ییزه طرحه د امریکا د ۹ ماده‌ییزې طرحې په ځواب کې استولې ده. 

د ایران او امریکا ترمنځ کړکېچ لا هم پر خپل ځای دی، خو د دواړو لوریو ترمنځ لنډمهالی اوربند شته. 

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه