د ا.ا عامې روغتیا وزارت وایي چې په پروان ولایت کې ۱۲ ټنه له نېټې تېر او بېکیفیته درمل او خوراکي توکي له منځه وړل شوي دي.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې چې دا توکي له تېرو شپږو میاشتو راهیسې د دغه ولایت له مرکز او ځینو ولسوالیو راټول شوي وو.
سرچینې لیکلي چې دغه تېر وخت او بېکیفیته توکي د پروان عامې روغتیا ریاست او دولتي ادارو د ګډې جوړې شوې کمېټې له لوري سوځول شوي دي.
په خبرپاڼه کې د پروان ولایت عامې روغتیا رییس، نیاز محمد مخلص په حواله ویل شوي چې دوی د څارنې بهیر په دوامداره توګه روان دی او هڅه کوي چې له چاریکار ښار او د ولسوالیو له بازارونو څخه له نېټې تېر درمل او خوراکي توکي راټول او له منځه یې یوسي.
د اسلامي امارت عامې روغتیا وزارت تر دې مخکې هم د پلازمېنې کابل په ګډون په بېلابېلو ولایتونو کې سلګونه ټنه بېکیفیته او له نېټې تېر درمل او خوراکي توکي له منځه وړي وو.
د ویلو ده چې لا هم د ځینو لویو لارو پر سر پلورنځیو او لرې پرتو سیمو کې د تاریختېره توکو له پلورلکېدو شکایتونه کېږي.


