Wednesday Apr 25, 2018

پاکستان په افغانستان کې خپل اتباعو ته د اختطاف د ګواښونو په اړه خبرداری ورکړ

نوشته شده توسط khaama - Sat Dec 09 2017, 6:07 am

د پاکستان حکومت ویلي چې په افغانستان کې مېشت پاکستاني وګړي د تښتونې له ګواښ سره مخ دي او له ټولو هغو یې غوښتي چې د ګرځېدو پر مهال بشپړ امنیتي تدابیر په پام کې ونیسي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې په افغانستان کې پاکستاني اتباعو دې د ګرځېدو پر مهال بشپړ امنیتي تدابیر په پام کې ونیسي ځکه په وروستیو کې ګڼ شمېر پاکستاني کار کوونکي د نامعلومو کسانو له خوا برمته شوي دي.

په خپرپاڼه کې په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي ټول هغه پاکستاني وګړي چې په افغانستان کې کار کوي او یا هم د سفر پلان لري، باید په کابل کې د پاکستان له سفارت سره خپل معلومات شریک کړي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستاني رسنیو تیره اونی خبر ورکړل چې له ختیځ ننګرهار ولایت څخه تښتول شوی پاکستاني انجنیر د پاکستاني پوځیانو له خوا خوشې شوی دی.

د ځایي رسنیو د راپورنو پر اساس، د راولپنډې اوسیدونکی ملک فیض احمد د چهارشنبې په ورځ د پاکستاني پوځیانو د عملیاتو په ترڅ کې موندل شوی.

انجنیر احمد د روان کال د اګېست میاشتې په ۲۱ نیټه د جلال اباد-تورځ له لویه لارې څخه د نامعلومو کسانو له خوا تښتول شوی وه.

خامه پرس پښتو | د افغانستان خبري آژانس را دنبال کنید با تویتر, فسبک. و آر اس اس

1 Comment

Comments -49 - 0 of 1First« PrevNext »Last
  1. که چیرې پاکستان غواړي چې خپل اتباع په افغانستان کښې خوندي وویني، نو د افغانانو له ځورورلو څخه دې دډه وکړي.
Comments -49 - 0 of 1First« PrevNext »Last

نظر دهید