خانهافغانستانغور کې د اوبو رسولو دوه شبکې فعالې شوې

غور کې د اوبو رسولو دوه شبکې فعالې شوې

د غور مسوولین وايي، چې د دولینه او فیروزکوه ولسوالیو کې د اوبو رسولو دوه شبکې د یونېسف په مالي مرسته د ۱۴ میلیونه ۹۶۲ زره او ۹۵۹ افغانیو په لګښت بشپړې او فعالې شوې دي.

د غور د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست د رسنیو د دفتر مشر ذبیح‌الله غوث‌زاده وايي چې د اوبو رسولو دا پروژې د فیروزکوه په بادګاه کلي او د دولینه په دهن‌غال ملا کلي کې جوړې شوې دي.

هغه زیاته کړه: “په دې پروژو کې د ۹۶ متر مکعب ظرفیت لرونکو دوو اوبو زیرمو جوړول، د ۳۶ لمریزو تختو نصبول، د ۳۳۷ اوبو نلونو جوړول او د ۱۶،۳۹۱ مترو پایپ لاینونو جوړول شامل دي. د دې پروژو په بشپړېدو سره، ۵۷۰ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته مستقیم لاسرسی لري.”

د غور مسوولینو په وینا، د دې پروژو پلي کول د خلکو په ژوند مثبت او دوامداره اغېزه کړې او د دوی د روغتیا او ټولنیز وضعیت په ښه کولو کې به مهم رول ولوبوي.

ځايي خلکو د دې پروژې د پلي کېدو هرکلی کړی او وايي چې د اوبو رسولو د دې پروژو په بشپړېدو سره به د څښاک د اوبو په برخه کې د دوی د ستونزو لویه برخه حل شي.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه