د لبنان په سویل کې د اسراییلو د بریدونو له امله د اوربند سره سره، لږ تر لږه ۱۲ کسان وژل شوي د ښځو او ماشومانو په ګډون یو شمېر نور ټپیان شوي دي.
نړیوالو رسنیو نن (شنبه، د مې ۲مه) راپور ورکړ چې په دې بریدونو کې ، لږ تر لږه ۱۲ کسان وژل شوي د ښځو او ماشومانو په ګډون یو شمېر نور ټپیان شوي دي.
د اسراییلو پوځ د لیتاني سیند شمال د حبوش سیمې اوسېدونکو ته د اجباري وتلو امر هم صادر کړی دی.
په ورته وخت کې، حزبالله اعلان وکړ چې دوی په لبنان کې د اسراییلي ځواکونو او پوځي وسایطو په وړاندې خپل بریدونه دوام لري، چې د مرکاوا ټانک، څو نور پوځي وسایط او د صور په سیمه کې اسراییلي ځواکونه په نښه کوي.
باید وویل شي د لبنان د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د مارچ په دویمه د جګړې له پیل راهیسې ۲۶۱۸ کسان وژل شوي او ۸۰۹۴ نور ټپیان شوي دي.


