خانهافغانستانخوست کې څه ‌باندې ۱۲ زره او ۵۰۰ جریبه ځمکه امارتي ثابته...

خوست کې څه ‌باندې ۱۲ زره او ۵۰۰ جریبه ځمکه امارتي ثابته شوه

د مرکزي زون د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسېدنې اختصاصي محکمې د خوست په اسماعیل‌خېلو او مندوزیو ولسوالۍ کې د ۱۲ زره او ۵۰۵ جریبه ځمکې د اسنادو او مدارکو په بررسۍ سره، پرېکړه وکړه چې ټوله یاده شوې ځمکه امارتي ده.

دا ځمکه د اسماعیل‌خېلو او مندوزیو ولسوالۍ د مندوزیو صحرا کلي کې موقعیت لري او په یوې کادستري قطعې کې شامله ده چې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون له دې وړاندې د هغې موضوع بررسي کړې وه، خو د ځمکې په اړه د یو شمېر اشخاصو د مالکیت د ادعا  پر بنسټ او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد قانون د ۱۷ مادې له مخې یې د یادې شوې ځمکې دوسیه‌ په رسمي ډول د مرکزي زون د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسېدنې اختصاصي محکمې ته سپارلې وه.

یادې اختصاصي محکمې د دغې ځمکې د مالکیت د مدعیانو او کمېسیون د اسنادو او مدارکو، املاکي دفاترو له دقیقې بررسۍ او اړوندو ادارو څخه د معلوماتو له اخیستو وروسته مشخصه کړه چې دا ځمکه بلندابه او لامزروع ده او په کادستري اسنادو کې هم د دولت په نوم ثبت او سروې شوې دي.

د یادولو ده چې د هېواد په کچه د امارتي ځمکو د بررسۍ، تثبیت او استرداد بهیر په کلکه جریان لري او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون، ولایتي تخنیکي هیئتونه یې او اړوندې اختصاصي محکمې د اسنادو، مدارکو او د امارتي ادارو اړوندو معلوماتو له دقیقې بررسۍ څخه وروسته، د امارتي غصب شویو ځمکو په هکله پرېکړې کوي.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه