د افغاني سرې میاشتې رییس، شهابالدین دلاور وایي چې په هېواد کې د «سوري زړه» په ناروغۍ د اخته ماشومانو د درملنې لپاره د روغتون جوړېدو هڅې پیل شوې دي.
دلاور دا څرګندونې د افغانستان لپاره د برېټانیا له ځانګړي استازي «ریچارډ لینډزي» سره په کتنه کې کړې او ویلي یې دي چې په دې روغتون کې به هر کال د ۲۰۰۰ ناروغانو درملنه کېږي.
د سرې میاشتې په خبرپاڼه کې د شهابالدین دلاور له قوله راغلي چې د سوري زړه په ناروغۍ د اخته ماشومانو درملنه به د متخصصو ډاکترانو له لوري کېږي.
د دې ټولنې په اېکس همداراز لیکل شوي چې په دې کتنه کې د کورنیو بېځایه شویو او راستنېدونکو کډوالو د ملاتړ او د بشري مرستو د زیاتوالي په اړه هم خبرې شوې او د برېټانیا استازي د افغانستان له خلکو سره د خپل هېواد د مرستو د دوام ډاډ څرګند کړی دی.
د یادولو ده چې اوسمهال د سوري زړه په ناروغۍ اخته افغان ماشومانو درملنه په بېرونیو هېوادونو کېږي او هر کال د سرې میاشتې له لوري سلګونه دا ډول ماشومان نړیوالو بنسټونو ته ورپېژندل کېږي.


