د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وایي چې د کندهار په دوو ولسوالیو کې له ۹۰ اړمنو کروندګرو سره د پنبې اصلاحشوي تخم او کیمیاوي سرې مرسته شوې ده.
د دغه وزارت په اېکسپاڼه لیکل شوي چې دا مرسته د کوکنارو بدیل کښت موندلو او د کروندګرو عاید لوړولو په موخه شوې ده.
د خبرپاڼې له مخې چې دا توکي د هالنډ کمیټې په همکارۍ د کندهار ولایت په غورک او لوړشاولیکوټ ولسوالیو کې په اړمنو کروندګرو وېشل شوي دي.
تر دې مخکې هم د کوکنارو بدیل کښت موندلو په موخه په بېلابېلو ولایتونو کې له اړمنو کروندګرو سره د اصلاحشویو تخمونو او کیمیاوي سرو مرسته شوې ده.
د اسلامي امارت د یاد وزارت مسوولینو ویلي چې له اړمنو کروندګرو سره د بېلابېلو اصلاحشویو تخمونو مرسته به هېوادوال د کوکنارو له کښت راوګرځوي او په دې سره به د عاید یوه سرچینه هم ولري.
د یادولو ده چې د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو وروسته په ټول هېواد کې د نشهيي توکو پر کرنه او هر ډول کاروبار کلک بندیز لګېدلی او سلګونه جریبه ځمکې له کوکنارو پاکې شوې دي.


