خانهنړۍامریکا شاوخوا ۵ زره امریکایي سرتېري له جرمني وباسي

امریکا شاوخوا ۵ زره امریکایي سرتېري له جرمني وباسي

د امریکا د دفاع وزارت لوړ پوړو چارواکو ویلي، چې پنټاګون له جرمني څخه د شاوخوا پنځه زره امریکایي سرتېرو د ایستلو پلان په پام کې نیسي. ټرمپ د دې اوونۍ په پیل کې د جرمني لومړي وزیر سره د لفظي شخړې وروسته په هېواد کې د امریکایي ځواکونو د کمولو د امکان په اړه خبرې وکړې. جرمني د امریکا څخه بهر د امریکا د لوی شمېر سرتېرو کور دی او نږدې ۵۰ زره امریکایي سرتېري دغه هېواد کې امریکا په بېلابېلو اډو کې اوسي.

دوی وویل چې دا پرېکړه د ایران سره د امریکا په جګړه کې د اروپایي متحدینو د ملاتړ کچې سره د ډونالډ ټرمپ د نارضایتۍ نښه ده.

دا اقدام په داسې حال کې کېږي چې د ایران سره د جګړې په اړه د ډونالډ ټرمپ او اروپایي متحدینو ترمنځ اختلافات مخ په زیاتېدو دي. ټرمپ د دې اوونۍ په پیل کې د جرمني لومړي وزیر فریدریش میرټز سره د لفظي شخړې وروسته په هېواد کې د امریکایي ځواکونو د کمولو د امکان په اړه خبرې وکړې.

میرټز د تېرې دوشنبې په ورځ وویل چې امریکا د ایران سره د جګړې لپاره روښانه ستراتیژي نله ري او تهران د خبرو اترو په جریان کې واشنګټن په یوه ستونزمن حالت کې اچولی دی.

باید وویل شي چې په جرمني کې د امریکا پوځي شتون اوږد تاریخ لري. د دوهمې نړیوالې جګړې وروسته، د امریکا د دفاع وزارت په وینا، د دسمبر تر میاشتې پورې، نږدې ۵۰ زره  فعال، احتیاطي او ملکي امریکایي پرسونل د جرمني په بېلابېلو اډو کې ځای پر ځای شوي وو.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه