د ا.ا ترانسپورت او هوایي چلند وزارت د هواپېژندنې ریاست سبا د هېواد ۱۷ ولایتونو کې د شدید ورښت او سېلابونو راوتلو اټکل کړی دی.
د دغه وزارت په اېکس لیکل شوي چې دا ورښت په بغلان، سمنګان، تخار، بدخشان، ننګرهار، وردګ، پکتیا، خوست، بلخ، سرپل، فاریاب، بادغیس، غور، دایکنډي، بامیان او پروان ولایتونو کې اټکل شوی دی.
د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت د هواپېژندنې ریاست لیکلي چې د یادو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې د ورښت کچه له ۱۰ څخه تر ۲۵ مليمترو پورې اټکل کېدای شي.
بلخوا په شمالي، مرکزي، لوېدیځو او سویلختیځو ولایتونو کې د تېزو بادونو، خاورو او دوړو د پېښېدو خبرداری هم ورکړ شوی چې سرعت به یې په یو ساعت کې له ۵۰ څخه تر ۸۰ کیلومترو پورې وي.
دا خبرداری داسې مهال ورکول کېږي چې له تېرې شاوخوا یوېنیمې میاشتې راهیسې د هېواد په ډېرو سیمو کې د ورښت او سېلابونو له امله سلګونه هېوادوال مړه او سلګونه نور ټپیان شوي دي.
د دغو ورښتونو له امله شاوخوا ۲۰ زره کورونه په بشپړه او نسبي توګه هم ویجاړ شوي او زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې ده.


