افغانستان کرکټ بورډ ویلي، د افغان لوبډلې درې لوبغاړي سمیعالله شینواری، محمد شهزاد او افتاب عالم یې د دوی له اجازې پرته د هند په لیجنډز لیګ سیالیو کې د لوبېدو له امله لږ تر لږه څلور میاشتې په کورني کرکټ کې له لوبو منع کړي دي.
د افغانستان کرکټ بورډ نن(پنجشنبه، د اپرېل ۳۰مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د کرکټ د نړیوالې شورا د اصولو له مخې هېڅ لوبېدونکی لوبغاړی نه شي کولی چې د خپل هېواد کرکټ بورډ له اجازي پرته په کوم بهرني لیګ کې ولوبیږي.
افغان کرکټ بورډ د کرکټ نړیوالې شورا له اصولو سره سم، خپل درې لوبغاړي؛ سمیعالله شینواری، محمد شهزاد او افتاب عالم، د هند په لیجنډز کرکټ لیګ کې د اجازهلیک له اخیستو پرته د لوبېدو له امله، لږ تر لږه د څلورو میاشتو لپاره له کورني کرکټ څخه منع کړي دي.
باید وویل شي چې لیجنډ کرکټ لیګ د پخواني او تقاعد شويو لوبغاړو یو غیر رسمي لیګ ده چې دا سیالۍ د ۲۰۲۶ کال په تېره مارچ میاشت کې په هند کې ترسره شوې.


