په پاکستان کې د افغانانو د نیولو او ځورولو په دوام، تازه د دغه هېواد له بندخونو د ۵۲۷ افغانانو د راخوشېکېدو او هېواد ته راستنېدو خبر ورکړ شوی دی.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې چې راخوشېشوي کډوال د تورخم او سپینبولدک له لارو هېواد ته راستانه شوي دي.
یاد وزارت لیکلي چې په دوی کې ۴۸۷ د تورخم او ۴۰ نور د سپینبولدک له لارو هېواد ته راستانه شوي دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي چې یاد کسان د بېلابېلو دلایلو په خاطر د اوږدې مودې لپاره د پاکستان په بندخونو کې وو.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې هم د پاکستان له بندخونو سلګونه افغانان ازاد او خپل هېواد ته راستانه شوي وو.
بلخوا پر بشري حقونو د څار یو شمېر بنسټونو ویلي چې پاکستانی حکومت باید د افغان کډوالو د نیولو او ځورولو لاس واخلي او دوی ته په داوطلبانه ډول د ستنېدو زمینه برابره کړي.
د یادولو ده چې له تېرو څلورو کلونو راهیسې له پاکستان څخه د افغان کډوالو راستنېدل په بېسارې توګه زیات شوي دي.


