خانهنړۍپر لبنان د اسراییلو بریدونو کې څه باندې ۱۷۰ ماشومان وژل شوي

پر لبنان د اسراییلو بریدونو کې څه باندې ۱۷۰ ماشومان وژل شوي

د لبنان د روغتیا وزارت اعلان کړی چې د مارچ میاشتې راهیسې په لبنان کې د اسراییلو په بریدونو کې څه باندې ۱۷۰ ماشومان وژل شوي دي.

نړیوالو رسنیو نن(پنجشنبه، د اپرېل ۳۰مه) راپور ورکړ چې په سویلي لبنان کې د اسراییلو په وروستي برید کې یو ماشوم وژل شوی دی.

د لبنان د روغتیا وزارت  تېره ورځ هم اعلان کړی، چې د دغه هېواد په یوه ښار کې پر یوه استوګنیزه ودانۍ د اسراییلو په بریدونو له امله پنځه کسان وژل شوي دي.

باید وویل شي د مارچ په ۲مه د اسراییلو او حزب‌الله ترمنځ د نښتو له زیاتېدو راهیسې، په لبنان باندې د دغه هېواد په بریدونو کې څه باندې ۲۵۰۰ کسان وژل شوي دي، چې له څه باندې ۱۰۰ روغتیایی کارکونکي هم پکې شامل دي.

له بلې خوا، د اسراییلو پوځ په وار وار اعلان وکړ چې دوی پرون د لبنان د حزب‌الله درې غړي له منځه وړي او په ټوله سیمه کې د ګوند زیربنا په نښه کړې ده.

د یادولو ده چې که څه هم تېره میاشت د امریکا په منځګړیتوب د اسراییلو او حزب‌الله ترمنځ اوربند رامنځته شو، خو اسراییل او حزب‌الله لاهم په سویلي لبنان کې جګړه کوي او یو بل د اوربند د سرغړونې تور لګوي.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه