خانهافغانستانسرپل کې د ۸۸۰ میلیون افغانیو په لګښت د برېښنا رسولو پروژو...

سرپل کې د ۸۸۰ میلیون افغانیو په لګښت د برېښنا رسولو پروژو چارې پيل شوې

د اوبو او انرژۍ وزارت وایي چې د سرپل ولایت دریو ولسوالیو ته د برېښنا رسولو پروژو چارې پیل شوې دي. 

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې چې په دې پروژو ۸۸۰ میلیون افغانۍ مصرف راځي او په وسیله یې د سرپل ګوسفندي، سوزمه قلعه او سنګ‌چارک ولسوالیو ته برېښنا رسول کېږي.

سرچینې لیکلي چې د دغو پروژو چارې د اوبو او انرژۍ د وزیر، محمد یونس آخندزاده او ځایي مسوولینو په شتون کې پیل شوې دي.

د اوبو او انرژۍ وزارت همداراز لیکلي چې د دغو پروژو چارې به د دریو کلونو په موده کې بشپړې شي، چې ګټې‌اخیستنې ته په سپارلو سره به یې په ګوسفندي ولسوالي کې ۷۵۰۰ کورنۍ، په سوزمه قلعه ولسوالي کې ۶۶۰۰ کورنۍ او په سنګ‌چارک ولسوالي کې ۱۳۵۰۰ کورنۍ د برېښنا له نعمت څخه برخمنې شي.

د یادولو ده چې د دغو پروژو چارې د اسلامي امارت په لګښت د یو خصوصي شرکت له لوري پرمخ وړل کېږي، چې پکې په مستقیم او غیرمستقیم ډول ۵۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

د یادولو ده چې تر دې مخکې هم د یو شمېر ولایتونو ځینو ولسوالیو ته د وارداتي برېښنا رسولو پروژې بشپړې شوې وې.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه