خانهافغانستاند پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې په دریو ولایتونو کې د سوداګریزو مارکېټونو د...

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې په دریو ولایتونو کې د سوداګریزو مارکېټونو د جوړولو پر طرحې بحث کړی

د ا.ا ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت وایي چې د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډې ته په دریو ولایتونو کې د سوداګریزو مارکېټونو د جوړولو طرحه وړاندې شوې ده.

د اقتصادي معاونیت د اعلامیې له مخې چې دا سوداګریز مارکېټونه د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې د مالیې وزارت په ځمکه، د بلخ ولایت د مرکز مزار شریف ښار په څلورمه ناحیه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت ځمکه او د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان ښار کې د ښاروالۍ پر ځمکه جوړېږي.

سرچینې لیکلي چې له بحث وروسته یادې طرحې د مالي، اقتصادي او تخنیکي ارزونو لپاره اړوندو ادارو ته راجع او سپارښتنه شوې چې خپل راپورونه په ټاکلو نېټو د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې ته وړاندې کړي.

د یادولو ده چې تر دې مخکې هم په یو شمېر ولایتونو کې لسګونه سوداګریز مارکېټونه جوړ او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوي وو.

د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو وروسته په ټول هېواد کې د پرمختیايي پروژو چارې په چټکۍ سره روانې دي او د هېوادوالو له هرکلي سره مخ شوې دي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه