خانهافغانستانپه تېره یوه اوونۍ کې شاوخوا ۱۲ زره افغانان له ګاونډیو هېوادونو...

په تېره یوه اوونۍ کې شاوخوا ۱۲ زره افغانان له ګاونډیو هېوادونو څخه راستانه شوي 

له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو په دوام، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویلي چې په تېره یوه اوونۍ کې شاوخوا ۱۲ زره کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.

د دې ادارې د معلوماتو له مخې چې دا کډوال د روانې اپرېل له ۱۹ تر ۲۵ مې پورې له پاکستان، ایران او نورو هېوادونو هېواد ته راستانه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ همداراز ویلي چې په راستنو شویو کې ۵۷ سلنه یې تر ۱۸ کلونو کم عمره دي او ۳۹ سلنه کورنۍ د ښځو له لوري اداره کیږي او مشري یې ښځې کوي.

په راپور کې ویل شوي چې شاوخوا ۸۲ سلنه مرستې ترلاسه‌کوونکې هم ښځې او ماشومان دي.

د ملګرو ملتونو دې ادارې مخکې هم له پاکستان څخه غوښتي وو چې د افغان کډوالو جبري ایستلو لړۍ ودروي او هلته د افغانانو له ځورولو او بندي‌کولو لاس واخلي. 

خو بلخوا پاکستاني چارواکو ټینګار کړی چې دوی به له خپلې خاورې ټول افغان کډوالو وباسي. 

د یادولو ده چې لا هم په پاکستان کې میلیونونه افغان کډوال مېشت دي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه