د ا.ا لوړو زدهکړو وزیر د سید جمال الدین افغاني پوهنتون ټپيشویو محصلینو پوښتنې په موخه کونړ ولایت ته سفر کړی دی.
نداء محمد ندیم د پاکستاني رژیم له لوري پر سید جمال الدین افغاني پوهنتون د پاکستان توغندیز بریدونه په کلکو ټکو غندلي او په یادو بریدونو کې ټپيشویو کسانو ته د عاجلې روغتیا هیله څرګنده کړې ده.
نوموړي ویلي: “افغانانو نوې ساه اخیستې، د خپل اسلامي نظام او ملک جوړولو، د علم او اقتصاد پرمختګ ته متوجه شوي دي، ځکه دښمنان ستونزې ورته جوړوي.”
د اسلامي امارت د لوړو زده کړو وزیر همداراز ویلي چې د پاکستان له لوري زموږ د ماشومانو، ښځو، محصلینو او بې ګنا ملکي وګړو شهیدانول او ټپیانول نه په شرعیت کې جواز لري او نه هم په هغو نړیوالو قوانینو کې چې دوی احترام ورته لري.
د ښاغلي ندیم په وینا: “نور دې افغانان خلک نه ازمویي، افغانانو شهادتونه او زخمونه لیدلي او ورسره عادت دي، په دې بریدونو خپل هوډ او حوصله له لاسه نه ورکوي. موږ کمزوري نه یو او له دښمن څخه به وخت ته په کتو غچ اخلو.”
د لوړو زده کړو وزیر د سید جمال الدین افغاني پوهنتون له مسوولینو او استادانو غوښتي چې خپل علمي بهیر فعاله وساتي، خپلو درسونو ته دوام ورکړي او په درسونو کې ځنډ پېښ نه کړي.


