د ا.ا اقتصادي معاونیت خبر ورکړی چې په فاریاب ولایت کې د یو میلیارد او ۱۲۰ میلیون افغانیو په ارزښت د برېښنا درې پروژې پیل شوې دي.
د خبرپاڼې له مخې چې د دې پروژو چارې نن (سهشنبه) د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر له لوري پرانیستل شوې دي.
سرچینې لیکلي: “په دې پروژو کې د فاریاب ولایت له مرکزي سبسټېشن څخه تر بلچراغ او ګرزیوان ولسوالیو پورې د ۱۱۰ کیلوولټ د برېښنا انتقالي لین غځول، په بلچراغ ولسوالۍ کې د ۱۱۰/۲۰ کیلوولټ سبسټېشن جوړول، د بلچراغ ولسوالۍ د ۱۸ او په پشتون کوټ ولسوالۍ کې د پنځه مېګا ولټ-امپير ظرفیت لرونکو ټرانسفارمرونو له لارې د برېښنا د توزیع شبکو پراخول شامل دي.”
د اقتصادي معاونیت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په یادو پروژو یو میلیارد او ۱۲۰ میلیون افغانۍ لګښت راځي چې د اسلامي امارت له لوري یې مالي تمویل کېږي او ټاکل شوې، چې چارې به یې د خصوصي سکټور له لوري په درېیو کلونو کې بشپړې شي.
د یادولو ده چې د یادو پروژو د چارو په بشپړېدو سره به د سیمې خلکو د برېښنا ستونزې راکمې او اسانتیاوې به ورته رامنځته شي.


