خانهافغانستانضمیر کابلوف به نن کابل کې د ا.ا له چارواکو سره پر...

ضمیر کابلوف به نن کابل کې د ا.ا له چارواکو سره پر بېلابېلو مسایلو وغږېږي

روسي رسنیو راپور ورکړی د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی «ضمیر کابلوف» کابل ته راغلی او نن به هم د ا.ا له چارواکو سره پر بېلابېلو مسایلو خبرې کړې دي.  

د راپورونو له مخې چې کابلوف به د اسلامي امارت له بېلابېلو چارواکو سره د روسیې او افغانستان دوه‌اړخیزو همکاریو او همداراز پر روان سیمه‌ییز وضعیت بحثونه وکړي. 

تر اوسه اسلامي امارت د ضمیر کابلوف د راتګ په اړه څه نه دي ویلي، خو روسي رسنیو لیکلي چې کابلوف تېره ورځ (اپریل ۲۷مه) هم په کابل کې له ځینو چارواکو سره ناستې کړې دي.

تر دې مخکې هم ګڼو لوړپوړو روسي چارواکو افغانستان ته سفرونه کړي او د اسلامي امارت له چارواکو سره یې پر بېلابېلو مسایلو بحثونه کړي دي. 

روسیه یوازینی هېواد دی چې د افغانستان اسلامي امارت یې په رسمیت پېژندلی دی.

بلخوا د اسلامي امارت چارواکو هم بار بار دغه هېواد ته سفرونه کړي او هلته یې له روسي چارواکو سره ناستې او خبرې کړې دي. 

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه