نن د غويي یا ثور ۷مه د افغانستان په لومړني جمهور رییس محمد داوود خان، د خلق دموکراتیک ګوند د کودتا له ۴۸مې کلیزې سره برابره ده. په دغې کودتاه کې سردار محمد داوود خان د خپلې کورنۍ له ۱۷ تنه غړو سره ووژل شو.
د افغانستان خلق ډیموکراټیک ګوند په پوځي ځواکونو کې د نفوذ په پایله کې دا کودتا په ۱۳۵۷ کال کې وکړه. په دې ورځ، د هېواد سیاسي جوړښت بدل شو او د افغانستان په معاصر تاریخ کې د ننګونو او بدلونونو سره یو نوی فصل پیل شو.
له کودتا وړاندې جمهور رییس محمد داوودخان امر کړی و چې د نورمحمد ترهکي او ببرک کارمل په ګډون د افغانستان د خلق ډیموکراټیک ګوند یو شمېر غړي ونیول شي.
د خلق دموکراتیک ګوند ۱۴ کاله پر افغانستان واکمن و او بلاخره افغان مجاهدین د ۱۳۷۱ لمریز کال د غويي میاشتې په اتمه نېټه د وخت له حکومتونو سره تر جګړو ورسته، واک ته ورسېدل.
باید وویل شي چې ۴۸ کاله وړاندې، دې کودتا د افغانستان د لومړي ولسمشر پنځه کلنه واکمني پای ته ورسوله.


